ارغوان وطنیار
ګاونډیان د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو په موخه سیاسي او مذهبي ابزار کاروي، د خپلو سیاسي مهرو نه سیاسي او فرهنګي استفاده کوي او مذهبي فرقې د مذهبي ابزارو په توګه کاروي.
لکه څنګه چې په سوریه کې لویدیز د بشارالاسد د رژیم د نسکورولو لپاره داعشي پروژه په کار واچوله، نو د بشار د ملاتړ لپاره روسیې تسهیلاتي او مالي ملاتړ ته را ودانګل. د دې سربېره یې ایران هم سیاسي او نظامي ملاتړ لپاره عملا لاس په کار شو. قاسم سلیماني چې د ایران د سپاه پاسداران ( استخباراتو ) مشر و، د فاطیمون په نامه د لښکرو تشکیل را ایجاد کړ چې د دې لښکرو غوښنه برخه د اهل تشیع له لارویانو تشکیدله. دا یوازې د ایران شعیه ډلې نه وې چې د دې لښکرو برخه وه بلکې د عراق او افغانستان شعیه مذهبي لارویان هم ددې جنګیالیو په تشکیل کې سهیم شول، ایران د خپل د مذهبي نفوذ نه په استفادې دا ډله غني کړه او د بشار د رژیم د ساتلو په موخه یې د داعشي پروژې په وړاندې د فاطیمون په نامه سرتیري رامنځ کړل چې په همدې تړاو یوه ناسته ایران کې ترتیب شوې وه. د دې ناستې له افغانستان څخه د اجرایه ریاست دویم مرستیال مححق هم برخوال و، نوموړي د قاسم سلیماني له دې ابتکاره مننه وکړه چې د (محبان اهل بیت) د اهل بیتو سره د مینې لارویانو ډله یې ایجاده کړې.
دغه ناسته چې په ١٣٩٦ کال د قوس د میاشتې څلورمه نېټه ایران کې دایره شوې وه، یوازنۍ موخه یې سوریه کې د بشار د نظام ساتل و او د دې موخې لپاره یې د جنګیالو استخدام و.
د دویچوله خبري اژانس د ١٣٩٦ کال د جدي د میاشتې د ١٦ نېټې راپور په اساس د فاطمیون د لښکرو فرهنګي مسول زهیر مجاهد له قوله ویل شوي چې په دې جګړه کې دوه زره افغانان وژل شوي او او اته زره نور یې ټپیان شوي دي.
د فاطیمیون د هر سرتیري معاش کابو دوه میلونه تومنه محاسبه شوی وو چې 650 امریکايي ډالرو معادلې پیسې وې.
د دې ډلې مشري هم د قاسم سلیماني په غاړه وه چې د دې لښکرو شمېر شاوخوا 37 زره اټکل شوی و. دوی یوازې سوریه کې نه بلکې په دا وروستیو کې عراق، یمن، لبنان او نور عربي هیوادونو کې پر فعالیت بوخت ول. چې د ایران نظامي او سیاسي موخې یې تعقیبولې. ترڅنګ یې دې ډلې د افغانستان د وخت نظام هم ننګاوه، د جنبش روشنایي تر عنوان لاندې یې پر ارګ د برید پلان درلود چې د څو چاودنو پس جنبش روشنايي ته درانه زیانونه واښتول او د ارګ محاصره پای ته ورسېده