د حماس پوځي څانګې، «کتائب القسام» اعلان کړی، چې د غزې ښار په «الزیتون» سیمه کې یې د صهیونیستي پوځ دوه زرهي ټانکونه د ځای پر ځای شویو بمونو پر مټ هدف ګرځولي او ویجاړ کړي دي.

القسام زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې یو شمېر صهیونیستي پوځيان وژل شوي او ګڼ نور مرګوني ټپیان شوي دي.

ورته مهال د صهیونیستي رژیم پوځ د غزې په خان یونس سیمه کې د وروستیو نښتو پر مهال د یوه صهیونیستي پوځي وژل کېدل تائید کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version