روسي رسنیو خبر ورکړی، چې د مسکو تر کنټرول لاندې په لوهانسک ښار کې پر یوه نانوايي د اوکراین د برید له امله شاوخوا ۲۰ تنه وژل شوي دي.

تاس خبري اژانس د روسيې د بېړنيو حالاتو وزارت له قوله یکشنبه د دلوې ۱۵مه نېټه خبر ورکړ، چې د لوهانسک د ولسي جمهوريت په ليسيچانسک ښار باندې د اوکراين د پوځ د بريد او بمبارۍ په نتيجه کې شاوخوا ۲۰ تنه وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې او تر اوسه د ژغورنې ډلو له چاودنې وروسته له خټو څخه ۲۰ جسدونه را اېستلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دي، چې د برید پر مهال په دې ودانۍ کې په لسګونه ملکي کسان موجود وو.

د دونیتسک او لوهانسک جمهوریتونه او د زاپوریزیا او خرسون سیمې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې له روسیې سره د یوځای کېدو له پاره ټولپوښتنه ترسره کړه او اکثریت رایه ورکوونکو موافقه وکړه، چې دغه سیمې له روسیې سره یوځای کړي. یادې سیمې اوس د روسیې برخه ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version