د یمن د حوثي وسله‌والو پوځي ویاند جنرال یحیی سریع ویلي، چې ځواکونو یې، د غزې په ننګه اشغال شوي فلسطین کې د بن‌ګوریون هوايي ډګر په ګډون درې اسرائیلي اهداف په نښه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د صهیونیستي رژیم پر وړاندې به عملیات تر هغې دوام ولري، څو چې پر غزې تړانګې د دغه رژیم بریدونه نه وي درېدلي.

د یادونې وړ ده، چې د یمن حوثي وسله‌وال د نړۍ په کچه یوازینی ځواک دی، چې لا هم د غزې ملاتړ ته دوام ورکوي او پر صهیونیستي اهدافو خپل بریدونه جاري ساتي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version