حماس غورځنګ د اسرائيلي رژيم له لوري د غزې د بشپړ اشغال د عملياتو پيل ته په غبرګون کې ویلي، چې په غزه کې د اسرائیل لخوا د پوځي عملیاتو هدف، د اوسېدونکو ایستل او د نسل‌وژنې او توکمیزې تصفیې یوه بڼه ده.

دغه غورځنګ مخته ویلي، چې د څو ورځو راهیسې ښار د سختو بمبارونو، ویجاړیو او عامه وژنو سره مخ دی، چې پر ملکي وګړو ترسره کېږي.

حماس غورځنګ همدا راز زياته کړې، چې نړۍ ولې د دغو جنایتونو پر وړاندې چوپه ده او په خبره يې ولې د یهودو مشران له محاکمې او مجازات څخه معاف ګڼل کېږي؟.

ياده دې وي،‌ چې اسرائيلي رژيم د غزې د بشپړ اشغال ځمکني عمليات پيل کړي او په ګڼ شمېر سيمو دا مهال بريدونه روان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version