د یمن د حوثيانو مشر، عبدالمالک الحوثي ویلي، چې په سومالیا لېنډ کې د اسرائیلو شتون ورته د منلو وړ نه‌دی او دا یې د هېواد لپاره ګواښ دی.

هغه خبرداری ورکړی، چې که په دغه سیمه کې د صهیونیستي اسرائیلو حضور ثابت شي، دوی به یې هدف وګرځوي.

عبدالمالک الحوثي ویلي، چې دوی به ټول توان د سومالیایي ولس ملاتړ وکړي او اجازه به ور نه‌کړي چې د هغوی خاوره د اسرائیلو له لوري وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلي رژیم تازه سومالیا لېنډ د یو خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندلی او هڅه کوي له دې سیمې سره امنیتي او سیاسي اړیکې پراخې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version