د یمن د حوثیانو (انصارالله) غورځنګ مشر عبدالملک الحوثي ویلي، چې د امریکايي-سعودي ائیتلاف په بریدونو کې نږدې ۶۰ زره یمنیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۱.۴ میلیونه نور د ناروغیو له امله مړه شوي دي.
د نوموړي په وینا، په دې جګړه کې د هوایي ډګرونو، بندرونو، سرکونو او جوماتونو په ګډون زرګونه بنسټیز او تاریخي تاسیسات هم ویجاړ شوي دي.
هغه ویلي، د امریکایي-سعودي ائیتلاف بریدونو د یمن د تېلو سکتور ته تر ۵۷ میلیارده ډالرو ډېر زیان اړولی دی.
