د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو له وزير عبدالله بن زاید ال نهیان سره ټلیفوني خبرې کړي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې مکالمه کې پر دوو اړخیزو اړیکو، د کابل او واشنګټن پر موضوعاتو، سيمه‌ييز وضعیت، د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستيو جریاناتو په تړاو خبرې شوې دي.

ښاغلي متقي افغانستان کې له بنده د امریکایي وګړي خوشې کېدو ته په اشارې ویلي، چې چمتو دي له واشنګټن سره پاتې موضوعات د دوه اړخیزو اړیکو له لارې په بشپړ ډول حل کړي.

په ورته مهال د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او امريکا ترمنځ اړيکې مهمې بللي او چمتووالی يې ښودلی چې هېواد به يې په دې برخه کې د مثبت رول لوبولو ته ادامه ورکړي.

عبدالله بن زايد آل‌نهيان په پای کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړی چې نوي وضعيت ته په پام، متحده عربي اماراتو کې د مېشتو افغانانو خونديتوب ته ځانګړې پاملرنه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version