د یمن د حوثي وسلهوالو پوځي ویاند جنرال یحیی سریع وایي، چې د پوځ توغندیز واحد یې د غزې په ننګه اسرائیلو (اشغال شوي فلسطین) کې اسرائیلي اهداف په نښه کړي.
نوموړي ویلي، برید له ایران سره په همغږۍ د «فلسطین-۲ هایپرسونیک» توغندي په وسیله ترسره شوی او هدف یې په یافا سیمه کې مهم تاسیسات وو.
سریع په بیانیه کې پر اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې د صهیونیستي رژیم پر ضد د غزې د خلکو ملاتړ ته راپورته شي. هغه زیاته کړې: «چې هغه څه چې د غزې خلکو ته نن ورځ پېښیږي، سبا به تاسو ته هم ورسېږي.»
جنرال یحیی سریع وړاندې له غزې څخه د خپل ملاتړ ژمنه تازه کړې او ټینګار یې کړی، چې تر هغه مهاله به د اسرائیلو پر ضد بریدونه دوام ولري، څو د غزې محاصره پای ته ونه رسېږي.