هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په شمال کې د یوې چورلکې لوېدو پېښه کې د پیلوټ په ګډون ۷ تنه مړه شوي دي.

د «ټایمز اف انډیا» د راپور له مخې، دا پېښه نن سهار د هند د اتراکنډ ایالت په ځنګلونو کې رامنځته شوې.

د چورلکې د لوېدو لامل خرابه هوا بلل شوې ده.

د ویلو ده، چې څو ورځې وړاندې د دغه هېواد په ګجرات ایالت کې هم د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې تر ۲۵۰ ډېر کسان مړه شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version