د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هېواد یې پر ایران د تېرې شپې په بریدونو کې ښکېل نه‌ و.

ټرمپ همداراز خبرداری ورکړی، چې که د امریکا پر موخو هر راز برید وشي، دوی به په بې ساري ډول په ټول توان خپل پوځي ځواک وکاروي.

نوموړي زیاته کړې:«موږ کولای شو په اسانۍ سره د ایران او اسرائیلو ترمنځ یوې هوکړې ته ورسیږو او دغه خونړۍ شخړه پای ته ورسوو.»

بل‌خوا نړیوالې رسنۍ وایي، چې صهیونیستي رژیم د ایران د اټومي پروګرام د له‌منځه وړلو لپاره له امریکا څخه د مرستې غوښتنه کړې، خو د ډونالډ ټرمپ حکومت د یاد رژیم دا غوښتنه رد کړې ده.

د ویلو ده، چې امریکا په نړیواله کچه د صهیونیستي رژیم تر ټولو لوی متحد شمېرل کېږي او د دغه رژیم لوړه سلنه پوځي تکیه پر امریکا ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version