د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د یوناما پخواني مشر تادا میچي یاماموتو او ساسکوا بنسټ له اجرائیوي مشر ایتسو اداچي سره لیدلي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې په یو شمېر مهمو موضوعاتو او هر اړخیزو همکاریو خبرې شوې دي.: «اداچي د خپلو خبرو په لړ کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په هر اړخیزه همکارۍ ټينگار وکړ او د دوه اړخیزو همکاریو په پار یې د ا.ا پلاوي ته، د جاپان هېواد ته د سفر رسمي بلنه ورکړه، همدا راز یې د دوحې۳ ناستې په تړاو د بهرنيو چارو وزير نظریات واورېدل.»

د خبرپاڼې له مخې، متقي له افغانستان سره د جاپان له مرستو او همکاریو مننه کړې او ژمنه یې ورکړې چې د افغانستان اسلامي امارت پلاوی به جاپان ته ورځي.: «د بهرنیو چارو وزیر د دوحې۳ ناسته مثبته وبلله او د متوازن سیاست په رڼا کې یې د نړۍ له هېوادونو سره د مثبتو اړیکو په اړه د اسلامي امارت بهرنی سیاست تشرېح کړ او د افغانستان په تړاو هر مثبت بدلون او سیاسي پرمختگ یې اغېزناکه گام وباله.»

افغانستان او چاپان تر دې مهاله د سفارت په کچه اړیکې نه لري، خو گڼ جاپاني چارواکي وخت نا وخت کابل ته راځي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په بیا جوړېدو خبرې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version