د نړیوالو الوتنو د څار مشهورې ویبپاڼې «فلایټ رادار ۲۴» معلومات ښيي چې د یونان فضايي حریم په بشپړه توګه له الوتکو خالي شوی دی.
د یادې وېبپاڼې لهخوا خپور شوي انځورونه ښيي، چې د یونان پر فضاء هیڅ الوتکه نهلیدل کېږي.
تر اوسه د یونان حکومت په رسمي ډول د دې وضعیت لامل نهدی څرګند کړی، خو ځینې سرچینې اټکل کوي چې دا به د مخابراتي سیستمونو د تخنیکي ستونزې له امله وي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د یونان او ترکیې ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي. څو ورځې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې د ترکیې جنګي الوتکو د یونان فضايي حریم نقض کړی دی.
