نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د شمالي کوریا پوځ تازه د یوه نوي بالسټیک توغندي ازموینه کړې ده.

د راپورونو له مخې، دغه توغندی د جاپان سمندري اوبو پر لور توغول شوی دی.

د جاپان لومړۍ وزیرې په یوه پیغام کې اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې، څو د پېښې په اړه جدي څېړنې ترسره کړي.

شمالي کوریا د نوي بالسټیک توغندي ازموینه داسې مهال ترسره کوي، چې په دې وروستیو کې یې له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې لا کړکېچنې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version