د امریکا مشهورې څېړنیزې ادارې «پیو» په یوه نوي راپور کې لیکلي چې، دا مهال ۵۳ سلنه امريکايان صهیونیستي اسرائيلو ته په منفي نظر ګوري.

د یادې ادارې د ارزونو له مخې، یاده شمېره د اکتوبر ۷مې له پېښې وړاندې ۴۲ سلنه وه.

د «پیو» څېړنیز مرکز راپور زیاتوي، دا مهال ۳۲ سلنه امريکايان پر نتنياهو هیڅ راز باور نلري او ۳۱ سلنه امريکايان پر دې اند دي چې ټرمپ له نتنياهو سره له اندازې زیات صمیمي دی او اهیمت ورکوي خو ۲۹ سلنه نور بيا وايي چې مناسبې اړيکې ورسره لري.

د دغې ادارې د ارزونو له مخې، ۶۲ سلنه امريکايان د‌ امريکا له لوري د غزې د تخليه کولو او نيولو مخالف دي‌.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version