د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان ویلي: «د ۱۴۰۳ کال له پیله تر اوسه، د کانونو او پټرولیم وزارت د لویو کانونو په برخه کې ۹ تړونونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته سپارلي، چې د دغو پروژو د پانګونې ارزښت ۲۱۳ میلیارده افغانۍ دی.»

ښاغلی افغان زیاته کړې ده چې، د ۱۴۰۳ لمریز کال له پیلېدو راهیسې د یو اعشاریه اته میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۸ کوچنیو کانونو د استخراج قراردادونه کورنیو شرکتونو ته هم ورکړل شوي دي.

یاده دې وي چې پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا ځل حاکم کېدو وروسته ګڼ شمېر بهرنیو او داخلي پانګوالو په لویو او کوچنیو کانونو کې پانګونې کړي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version