د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورونو له‌مخې د بلوچستان ایالت زامران ولسوالۍ اړوند پوګنزان سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان بمي چاودنه شوې، چې په ترڅ کې یې شپږ تنه وژل شوي دي.

د معلوماتو له مخې پر پوځي کاروان له بمي چاودنې وروسته دوه نظامي هلیکوپټرې یادې سیمې ته رسېدلي دي.

د دې برید پړه تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې نه‌ده منلې، خو پر پاکستاني پوځیانو دې ورته بریدونه وخت ناوخت بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله‌وال کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version