د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، نن شنبه د ۱۴۰۴ کال د حج مراسمو لپاره د نویو متقاضیانو نوملیکنه په رسمي توګه په پلازمینه کابل او ټولو ولایتونو کې پیل شوې.
د خبر پاڼې له مخې، د نوم لیکنې یاد بهیر نن پیل او د روان کال د دلوې میاشتې تر ۸مې نېټې پورې به دوام وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ هغه خلک، چې مخکې یې فرضي حج ادا کړی وي د ځای د نشتوالي له کبله نشي کولی د نفلي حج لپاره نوملیکنه وکړي.