د پاکستان د طالبانو غورځنګ په يوه اعلاميه کې وايي چې د پاکستان حکومت زموږ د يوه مشر عمر ملنګ په نوم د غلو یوه ډله جوړه کړې چې د دېره‌ اسماعيل خان ولایت په ټانک ولسوالۍ کې د کراچۍ او پیښور ترمنځ په عمومي سړک غلا کوي او له خلکو پیسې اخلي.

د ياد غورځنګ اعلاميې زياته کړې دا ډله د نشه یي توکو په قاچاق او نورو جرمونو کې هم ښکېل ده.

د پاکستان د طالبانو غورځنګ په اعلاميه کې دغه راز راغلي چې د دوی ځواکونو څو ورځې وړاندې د يادو غلو په ډلې بريد وکړ چې په پايله کې یې د غلو مشر نیاز علي چې په نیازک مشهور او د میزالي زوی وو ووژل شو.

د پاکستان د طالبانو غورځنګ په خبره د پاکستان حکومت تل کوښښ کوي چې له هر ډول ناوړه کړنو په استفادې د دوی نوم بد کړي او د غلو د يادې ډلې جوړول هم د پاکستان د استخباراتي ادارو د پلان يوه برخه وه چې شنډه شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version