د ملي دفاع وزارت وایي، ‏د هېواد په ختیځ زون کې د وروستیو زلزله ځپلو سیمو څخه د ملي دفاع وزارت د ژغورنې ټیمونو له لوري د ۲۰۱ خالد بن وليد رضی الله عنه قول اردو سل بستریز پوځي روغتون ته د ټپیانو د لېږد پروسه نن په درېیمه ورځ هم دوام درلود.

د یاد ورارت په وینا، د یادې قول اردو يو شمېر مسؤلينو په اړونده سل بستریز پوځي روغتون کې د بستر شويو ټپيانو ته د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړی او له ناروغانو سره یې نقدي مرستې هم کړې دي.

د ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو سلګونه سرتېرو یادو ټپیانو ته په زرګونه سي‌سي وینه ډالۍ کړې ده.

دفاع وزارت وړاندې ډاډ ورکړی، چې د ملي اسلامي اردو سرتېري د هېوادوالو خدمت خپل مسؤلیت ګڼي او شپه او ورځ په هر ډول حالاتو کې د خپل ولس په خدمت ته چمتو دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version