د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، “د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو په تېرو درېيو کلونو کې ۱۶۸۰ ميله د پخوانۍ اردو پر مهال خرابې شوې سپکې او درنې وسلې د دوهم ځل لپاره ترميم او ګټې اخيستنې ته سپارلې دي.

“په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو جوړو شويو وسلو کې ډيسي توپونه، بيم ۱۲ ميزايلو دستګاوې، دافع هوا، دهشکې، پيکاه، ايم ۴، اګايز، اس پي جي ۹، نارنجک، کلاشينکوف، تفنګچې او ګڼ شمېر نورې وسلې شاملې دي.

د يادونې وړ ده چې د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواک هم نن د دوو الوتکو د بيا ځلې ترميم خبر ورکړی وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version