ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې، د ۲۱۵ عزم قول اردو په دوهمې پلې منصوري لواء کې د تخنیک امریت د مسلکي پرسونل په هڅو په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۵ عرادې بېلابېل پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
د خبر له مخې، په دغو وسایطو کې ۳۰ عرادې رينجر، ۱۷ عرادې هاموي ټانګونه، ۱۳ عرادې انټرنیشنل، درې عرادې هاموي امبولانس او دوه عرادې کرینګ شامل دي.