د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت خبر ورکړی چې، د پکتیا ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلینو د یاد ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې درې تنه د «۳۴۳۰» عدده ټابلین ګولیو د انتقال په تړاو نیولي دي.
د سرچینې په خبره، یاد کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.