د ۲۱۵ عزم قول اردو قومندان، مولوي محمد ایوب خالد د يوه پلاوي په مشرۍ د هلمند ولايت بهرامچې ولسوالۍ ته سفر کړی.
د یادې قول اردو مطبوعاتي دفتر ویلي، چې ښاغلي خالد د ياد سفر پرمهال د فرضي کرښې له کنډکونو، ټوليو، پوستو ليدنه کړې او همداراز يي د نویو جوړېدونکو پوستو چارې ارزولي دي.
د معلوماتو له مخې، نوموړي افغان ځواکونو ته د ستونزو د حل او د تجهيزاتو او اکمالاتو د پياوړتيا ډاډ هم ورکړی دی.
