د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې په فارياب ولايت کې د ۲۵ ميليونه ډالرو په ارزښت د مالګې د درې سترو کانونو د استخراج تړون د لاسليک خبر ورکړی

خبر پاڼه زياتوي چې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست وزیر ملا هدايت الله بدري له لوري د ۲۵ ميليونه ډالرو په ارزښت د فاریاب د دولت آباد ولسوالۍ د میمنې، درزاب او اندخوی کانونو د مالګې د درېيو پروژو تړون له ابو سعید شرکت سره لاسلیک کړی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د يادو پروژو ټول مساحت ١٤ کيلومتره دى او تړون يې د ١٥ کلونو لپاره لاسليک شوی دی.

همدارنګه، د قراردادي شرکت د ژمنو پر بنسټ، په ټولنیزو او چاپېريالي خدماتو سربېره، سیمه ییزه ګټه، د پرسونل روزنه ‏د کارګرانو ګومارل او بشپړ وروستی پروسس، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د سټنډرد مطابق منل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version