د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ښوونې او روزنې مدیریت د ډله‌ییزو زده‌کړو له پنځمې دوه نیم میاشتنۍ دورې څخه ۹۷ تنه ځوان منسوبین نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

۳۱۳ مرکزي قول اردو مسئولینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې په جوړو شویو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قومندانۍ قمندان او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.

مسؤلینو په خپلو خبرو کې د دغو ځواکونو راتلونکي اقدامات مهم بللي او سپارښتنه یې ورته کړې چې د خپلو مشرانو لار تعقیب کړي.

ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په ګوټ-ګوټ کې دندې ته چمتووالی ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version