د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دغه وزارت د یو میلیون او ۴۸ زره ډالرو په ارزښت له بېلابېلو موسسو سره شپږ هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
یاد وزارت ویلي، چې د دغو هوکړو له مخې به یادې مرستې په کابل، ننګرهار، کونړ، دایکندي، بامیان، پکتیا، کندهار، هرات، جوزجان، بغلان، کندوز او نیمروز ولایتونو کې د کډوالو د دایمي سرپناه او د خوراکي او غیرخوراکي توکو د مرستو په برخو کې ولګول شي.
ياده دې وي، چې کډوالو ته تر دې وړاندې هم د ګڼ شمېر دولتي او خصوصي بنسټونو له لوري مرستې رسول شوي او دا بهير لا هم دوام لري.