د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، روانه اوونۍ په کابل، ننګرهار، ارزګان، بلخ او خوست ولایتونو کې له درې زره او ۳۲۴ راستنو شویو، بېځایه شویو او زیانمنو کورنیو سره د نغدي، خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، کابل کې له ۳۰۸ کورنیو سره درې میلیونه او ۳۹۵ زره او۵۹۰ افغانۍ، ننګرهار کې ۱۲۰۰ کورنیو سره یو میلیون ۶۲ زره افغانۍ، اروزګان کې زرو کورنیو سره د درې قلمه خوراکي توکو، بلخ کې ۲۱۶ کورنیو سره ۱۱ قلمه خوراکي توکو او خوست کې ۶۰۰ کورنیو سره د شپږ قلمه خوراکی توکو مرسته شوې ده.

د یاد وزارت په وینا، په فراه کې ۱۲۵ تنو کم عمره ماشومانو ته یو میلیون ۶۹۱ زره ۲۵۰ افغانۍ او په بادغیس کې ۵۰ مېرمنو ته ۹۰ زره افغانۍ د همکارو بنسټونو له لوري ورکړل شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version