‏د امربالمعروف، نهې عن‌ المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د دې وزارت محتسبینو روانه اوونۍ د ښځو د حقونو او ستونزو اړوند ۹۳ قضیو ته رسېدنه کړې دي.

د یاد وزارت په وینا، په دې قضیو کې ۳۷ د کورني تاوتریخوالي، اته د میراث، ۱۱ د تحمیلي نکاح ګانو، ۱۳ د مهریې، اته د نفقې او اته د طلاق قضیې شاملې دي.

وزارت زیاته کړې، چې په همدې موده کې یې ۱۲ کوډګر نیولي، ۵۰ دښمنۍ او شخړې یې هوارې کړې او په ټول هېواد کې یې له سوداګرو سره ۳۱۸ اصلاحي مشورتي ناستې ترسره کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version