د روان لمریز کال له پیله تر دې مهاله د کندوز شېر خان بندر له لارې افغانستان ته ۶۵۰ سېلانيان راغلي دي.

د کندز سيمه اييز مسوولین وايي، ډېری دغه سېلانیان د اروپايي او امریکايي هېوادونو وګړي دي چې د سفر موخه یې بدخشان او بامیان ولایتونه وو.

هېواد ته راغلي ځینې سېلانیان د امنیت ټینګښت او د هېواد طبیعي جاذبو لیدلو ته خوښي څرګندوي.

د مسوولینو په خبره د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې په ځانګړي توګه په تېرو دوو کلونو کې افغانستان ته د بهرنیو سېلانیانو د راتګ کچه لوړه شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version