ټایمز آف انډیا ورځپاڼه خبر ورکوي چې د هند امنیتي ځواکونو پرون جمعه د هند په چتیسګر ایالت کې په یوه وسله‌ واله نښته کې له ۳۰ شاوخوا ماویست یاغیان وژلي دي.

د ورځپاڼې د راپور پر بنسټ دا نښته څو ورځې وروسته له هغې رامنځته شوه چې د هند د کورنیو چارو وزیر، امیت شاه، ماویست یاغیانو ته خبرداری ورکړی و چې یا دې تسلیم شي او یا به له “بشپړ پوځي یرغل” سره مخ شي.

د يادونې وړ ده چې ماویست یاغیان د هند په شاوخوا شلو ايالتونو کې د چينايي جلا شوي مشر ماوتچي تونګ تر مشرۍ لاندې وخت ناوخت د هند له پوليسو سره نښتې او جګړې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version