د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين، روان کال په دغه ولايت کې د کورنیو تولیداتو او کرنیزو محصولاتو د صادراتو بهیر له پراختیا او ودې خبر ورکوي.

د دغې خونې مسوولین وايي، چې یوازې د روان کال د لومړیو پنځو میاشتو په جریان کې ۲۵ زره ۸۷۶ ټنه بېلابېل تولیدات او کرنیز محصولات چې ارزښت یې نږدې ۵۴ میلیونه ډالره دی، اسیايي او اروپايي هېوادونو ته صادر شوي دي.

د‌ معلوماتو له مخې د روان کال په لومړيو مياشتو کې د تېر کال د صاداراتو په پرتله ۱۴ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د هرات سوداګر او پانګوال له دغه ولايته‌ د صادراتو د ډېروالي لامل د سوداګرۍ او صادارتو په برخه کې د افغان حکومت او نور خواوو له لوري د اړينو اسانتياوو رامنځته کول بولي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version