د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر سمنګان ولایت ته سفر کړی او هلته یې له زلزله ځپلو هېوادوالو سره د خواخوږۍ په موخه لیدنه کړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ وایي، ښاغلي برادر د شهید شویو هېوادوالو روح ته دعا وکړه، د شهیدانو کورنیو ته یې تسلیت ووایه، ټپيانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه او ځان یې د هغوی په غم کې شریک وباله.

ښاغلې برادر زلزله ځپلو ته ډاډ ورکړی، چې افغان حکومت به له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې د سرپناه جوړولو، کورونو ابادولو او ځینو نورو برخو کې د دوی شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

ښاغلي برادر همداراز سمنګان ولایت ته نغدي مرستې هم وړې، چې زیانمنو شویو هېوادوالو ته به د ولایتي مسئولینو له لوري په شفاف ډول ووېشل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version