د روسیې پوځ نن (شنبه) سهار مهال د اوکراین پلازمېنه کېیف او څو نورو لویو ښارونو کې پر برښناکوټونو، پوځي صنعتي مرکزونو او نورو اهدافو پراخ توغندیز او ډرون بریدونه ترسره کړي دي.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د «سکندر»، «خ-۲۲/۳۲»، «زیرکون»، «کینژال» توغندي او «شاهد» ډرونونه کارول شوي دي.

د لومړنیو راپورونو له مخې، کېیف کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي؛ خو په خارکیف کې بیا د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

د دغو بریدونو له امله کېیف کې پر زرګونه کورنیو برښنا هم پرې شوې ده.

راپورونه وایي، دا بریدونه د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب د روسي، امریکایي او اوکرایني استازو ترمنځ د مذاکراتو له پای‌ته رسېدو څو شېبې وروسته شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version