‏مسكو کې د افغانستان سفیر او فوق‌العاده استازي مولوي ګل حسن حسن، په كوربه هېواد کې له مېشتو افغانانو سره تعارفي ناسته کړې.

مسکو کې د افغانستان سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې ښاغلي حسن د روسیې لخوا د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل ستایلي او هیله یې ښودلې چې دغه ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګڼو برخو کې د اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي.

نوموړي زیاته کړې، کوښښ کوي چې په کوربه هېواد کې د مېشتو افغانانو رښتینی خدمت او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.

د خبرپاڼې له‌مخې، همداراز په یاد هېواد کې مېشتو افغانانو د روسیې فدراسیون د وروستي دریځ هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا ستر ګام به د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او دې هېواد کې د مېشتو افغانانو د ستونزو حل برخه کې اغېزمن تمام شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version