امريکايي رسنۍ وایي، یو ناپېژانده کس د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو غږ تقلید کړی او له دې لارې یې له څو لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې دي.

راپورونه ښيي چې دغه کس د درېیو بهرنیو چارو وزیرانو، یوه ایالتي والي او د کانګرس له یوه غړي سره اړیکه نیولې ده.

د راپورونو له مخې، که څه هم دا هڅې د جون میاشتې په منځ کې پیل شوې وې، خو تازه جزییات یې اوس رسنیز شوي دي.

ویل کېږي چې دغه جعلي اړیکې د «سېګنال» اپلکېشن او تقلبي دولتي برېښنا لیکونو له لارې ترسره شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version