د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د هوایي دفاع سېسټمونو یې په تېره ډسمبر میاشت کې ۶ زره او ۵۰۳ اوکراینۍ بې پيلوټه الوتکې د روسیې په فضا کې کشف او له منځه وړې دي.
د یاد وزارت په وینا، دغه الوتکې د روسیې په بېلابېلو سیمو په ځانګړې له اوکراین سره په سرحدي سیمو کې په نښه او له منځه وړل شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، اوکراین هڅه کړې چې د دغو بې پیلوټه الوتکو پر مټ د روسیې د انرژۍ تاسیسات او ملکي بنسټونه په نښه کړي.
