د اطلاعات او کلتور وزارت وايي، “د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د یاد وزارت له لوري د امريکايي اشغال څخه د ماتې او فتحې درېيمه کليزه د یاد سفارت د سرپرست جمال ناصر غروال، فرهنګي اتشه فضل الهادي حمزه، پوځي اتشه احمد یاسر او هلته د میشتو افغانانو سره په ګډه د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.”

په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې یادې غونډې ته د سفارت فرهنګي اتشه ویلي، د اسلامي امارت مشرانو او مجاهدينو د اسد په ۲۴ مه د نړۍ تر ټولو ځواکمنې امپراطورۍ او متحدینو ته د عبرت درس ورکړ او هېواد ته يې ريښتينې خپلواکي ترلاسه کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې په مسکو کې د افغانستان د سفارت ډيپلوماتانو هم د اسلامي امارت د فتحې، د افغانانو ترمنځ د يووالي او له اسلامي امارت سره د همکارۍ په اړه خپل نظريات شريک کړي دي.

دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د اسلامي امارت مسوولینو هم د بهرني ډيپلوماتانو په شتون کې د اسد ۲۴ مه د بګرام په پوځي اډه کې نمانځلې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version