د راپورونو له‌مخې، روسیې تېره شپه د ۳۰۰ بې‌پيلوټه الوتکو او له ۳۰ ډېر کروز توغندیو په استفادې د اوکراین پر ګڼو ښارونو بریدونه کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن شنبه (د چنګاښ ۲۸مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې بریدونو کې یو تن وژل شوی او د یوه ماشوم په ګډون شپږ نور ټپیان شوي دي.

زیلبنسکي زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې زېربناوې او استوګنیز ودانۍ زیانمنې شوې دي او د زرګونو کورنیو برېښنا پرې شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version