د روسیې د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ځواکونو یې د اوکراین ختیځ کې د «کلپان-بک او سردنیه» ښارونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جګړو پر مهال تر ۴۳۰ ډېر اوکرایني پوځیان وژل شوي دي.
ویل شوي، چې په یاده موده کې د اوکرایني پوځ نهه عرادې زرهي ټانکونه، درې توپخانه او د اسرائیلو ساخت دوه رادارونه هم لهمنځه وړل شوي دي.