د روسیې دفاع وزارت وایي، د هوایي مدافعې ځواکونو یې پنجشنبې ورځ د اوکراین ۱۱ بې پیلوټه الوتکې د روسیې په درېیو سرحدي سیمو “بیلګورود، کورسک او وورونیژ” کې رانسکورې کړي دي.

د رسنیو په حواله، د روسیې دفاع وزارت د تلفاتو او مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

یاد وزارت د تیرې چهارشنبې ویلي و، چې پر اشغال شوې کریمیا سیمه باندې د اوکراین توغول شوي شل کروز توغندي یې هم په ډزو له منځه وړي او نسکور کړي دي.

دغه وزارت زیاتوي، چې د یادو توغندیو ټوټې د “سیواستوپول” شمال ته په یوه پوځي ځای کې راغورځېدلې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version