د لغمان ولایت مرکز مهترلام او الیشنګ ولسوالۍ ته له کډوالۍ تازه راستانه شوو سل کورنیو سره نغدي، د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د کډوالو چارو ریاست په هلو ځلو او د “صرف” مؤسسې په مالي همکارۍ ترسره شوه، هرې کورنۍ ته 7000افغانۍ، 50کیلو وریجې، 100کلیو وړه، 14کیلو لوبیا، لس لیتره غوړي، دوه تختې کمپلې او ځینې نور اړین توکي ورکړل شول.
له کډوالۍ راستانه شویو کورنیو له دغو مرستو مننه وکړه او خوښي یې وښوده، چې په خپل وطن کې دي او د دوی لاسنیوی کېږي، دوی د نورو مرستو غوښتنه هم وکړه.
بل لور ته د ګډوالو چارو ریاست مسولین ډاډ ورکوي، چې لغمان ولایت ته راستانه شوو ټولو کورنیو ته به رسېدنه کوي او له هرې کورنۍ سره به مرستې ترسره کوي.