د فراه ولایت د «خاک‌سفید» ولسوالۍ په ننګ اباد کلي کې نوی روغتیايي مرکز پرانیستل شو.

دغه سيمه چې پخوا له معیاري روغتيايي چوپړتیاوو څخه بې برخې وه، د یاد روغتیایي مرکز په جوړېدو سره یې خلک لازمو روغتيايي چوپړتیاوو ته لاسرسی پیدا کړی.

یاد روغتیایي مرکز د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی او هره ورځ ۳۰۰ ناروغو کلیوالو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا لري.

د فراه د عامې روغتيا رياست يوه مسئوول ويلي چې، دغه مرکز په لرو پرتو سيمو کې د روغتيايي وضعيت د لا ښه والي په موخه جوړ شوى دى.

د ننګ اباد کلي او شاوخوا سیمو اوسیدونکو د اسلامي امارت له دې اقدام څخه خپله خوښي څرګنده کړې او د دغه روغتیایي مرکز جوړېدل یې د د سیمې د روغتیايي ستونزو په حل کې اغیزمن ګام بللی دی.

سیمه ییزو چارواکو ټینګار کړی، چې دا ډول پروژې په لرو پرتو سیمو کې د ولسي وګړو د روغتیا او سوکالۍ د کچې د لوړولو په برخه کې د حکومت ژمنتیا څرګندوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version