د فراه ولایت په مرکز کې د ۲۲۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې د دلچسپ په نوم د خوراکي توکو او مشروباتو تولیدي شرکت پرانیستل شو.

د یاد شرکت مسوول جواد غفوري رسنيو ته ویلي، چې دغه شرکت په ورځني ډول ۲۵۰۰ بستې اوبه او د امو جوس تولیدوي او ۴۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

هېره دې نه وي چې هېواد کې د سرتاسري امن او پانګونې فرصتونو په برابرېدو ډېر شمېر توليدي شرکتونو فعاليت پيل کړی چې په زرګونو کسانو ته پکې مستقيم او غير مستقيم د کار زمينه برابره شوې.

۱ څرگندون

ځواب پریږدئ

Exit mobile version