د عامې روغتیا وزارت وايي، نن یې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ورځ نمانځلې ده او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د نشه‌يي توکو په مخنیوي او د روږدو کسانو په درملنه کې ورسره خپله همکاري وکړي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه نمانځغونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني ، د کورنیو او بهرنیو اداراتو استازو ، د عامې روغتیا وزارت رئیسانو او د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت استازو گډون کړی او ټولو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارې او همغږۍ گډه تعهد وکړ.

په خبرپاڼه کې د روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني له قوله ویل شوي، چې په نشه‌يي توکو د روږدو د درملنې په خاطر د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۱ روغتیايي مرکزونه فعال دي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې د نږدې ۵۵ زره تنو درملنه کړې ده.

د حقاني په خبره، په روغو شوو کسانو کې ماشومان، نوي ځوانان، لویان او ښځې شاملې وي او لا هم د زرگونه تنو درملنه روانه ده.
نوموړي د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې همکاري اړینه بللې ده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د روږدو کسانو د درملنې ملي برنامې له لارې سږ کال نږدې ۸ سوه زره هېوادوالو ته د نشه‌يي توکو څخه د ځان ساتنې اړوند معلومات رسول شوي دي. په کورونو او روغتونونو کې د روږدو کسان درملنه روانه ده او نږدې ۲۶۰۰ تنه روغتیايي پرسونل ورته ځانگړی شوی دی.

د جون ۲۶مه د نشه‌يي توکو سره د مبارزې نړیواله ورځ د نړۍ په گڼو هېوادونو کې نمانځل کېږي. افغانستان هغه هېواد دی چې ۳.۵ مېلیونه په نشه‌توکو روږدي کسان لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version