د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې نن (جمعه) د جاپان شمالي برخو کې د رېښتر په کچه ۶.۷ درجې زلزله شوې ده.
د جاپان د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې، چې ښایي په سواحلو کې د سمندر د اوبو څپې تر يوه متره لوړې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې څو ورځې وړاندې هم جاپان کې د رېښتر په کچه ۷.۶ درجې زلزله شوې وه.
تر دغې زلزلې وروسته لسګونه زره کسانو ته د کورونو د تخلیې خبرداری ورکړل شوی و.
