رويټرز خبري آژانس د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د “حزب الله” وسله والو او د مرستندویې ادارې کارکوونکي د سې شنبې په ورځ د بېسیم ارتباطي آلو د چاودنو له امله ٨ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر ټپيان دي.

د لبنان روغتونونو د قربانیانو د زیاتوالي له امله د وینې د ورکولو لپاره له خلکو څخه عاجل غوښتنه کړې ده؛ ډېر روغتونونه د ټپیانو منلو لپاره تیار شوي دي او داسې ښکاري چې ټپیان له جدي زخمونو سره مخ دي.

د لبنان د جنوبي نبطیه روغتون مشر حسن وزني “رويترز” ته ویلي چې شاوخوا ۴۰ ټپيان د هغه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي چې زخمونه یې د مخ، سترګو او د بدن نورو برخو کې دي.

د لبنان سره صلیب اعلان کړی دی چې د قربانیانو د ټولولو لپاره له ۵۰ زیات امبولانسونه او ۳۰۰ تنه د عاجلو خدمتونو کارکوونکي استول شوي دي.

د لبنان د بحران د عملیاتو مرکز وایي چې د روغتیا کارکوونکي باید د “پیجر” په نوم بېسیم ارتباطي آلو څخه استفاده ونکړي تر څو د نورو پیښو مخه ونیول شي.

د “مهر” خبري آژانس راپور ورکړی دی چې په بیروت کې د لبنان سفیر مجتبی اماني هم په وروستۍ پېشن کې د “پیجر” د چاودنې له امله ټپي شوی دی.

لبناني رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې اسرائیل د پرمختللې ټکنالوژۍ په کارولو سره د حزب الله ځواکونو بېسیم ارتباطي آلې په مختلفو سیمو کې منفجر کړې د یادونې وړ ده چې “پیجر” یو داسې آله ده چې د پیغامونو ترلاسه کولو یا د اړیکې په موخه د یو چا د شمېرې ترلاسه کولو لپاره کارول کیږي او په اسانۍ سره لېږدول کیدای شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version