د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلين وایي چې د یوشمېر نړیوالو بنسټونو په مالي ملاتړ په مرکز پل‌علم او یوشمېر لروپرتو ولسوالیو کې د ۱۹۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۳۲ رغیزنو پروژو چارې پيل شوې.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب وویل، دغه پروژې په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک، خوښۍ، محمداغې، څرخ او خروار ولسوالیو کې پيل شوي چې په راتلوونکو درېوو میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، د یادو پروژو له بشپړیدو او پرانیستې سره سم به په دغه ولایت کې زرګونه زده‌کوونکي چې اوس د سرپناه نشتون له امله ستونزو سره مخ دي اسانتیاوې ترلاسه کړي.

باید وویل شي چې اوس لوګر کې ۲۷۶ دولتي ښوونځي شتون لري چې له ډلې یې، څه باندې ۷۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او سل بابه ښوونځي بیارغونې ته اړتیا لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version