د کډوالوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په زابل کې د شیخ متي بابا کډوالو ښارګوټی، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د یاد ولایت د والي د دفتر رئیس قدرت الله بدري ویلي، دغه ښارګوټی نږدې څلور زره او ۳۳۰ جریبه پراخوالی لري او ‏پنځه زره نومرې د راستنو شویو لپاره په پام کې نیول شوې دي.

د نوموړی په وینا، یاد ښارګوټی چې روغتیایي مرکزونه، جوماتونه، ښوونځي، مدرسې، درالعلوم، تفریحي پارکونه، لوبغالي، سوداګریز مرکزونه او نورې اسانتیاوې پکې شاملې دي، چې له پلان سره سم به هرې کورنۍ ته یوه نومره ځمکه، چې پنځه بسوې کېږي ورکړل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version