د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ترکمنستان د لومړي وزير له مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشيد مردوف په مشرۍ له لوړپوړي ترکمن پلاوي سره په هرات ولايت کې لیدنه کوي.

د اقتصادي معاونیت له‌خوا دا خبر تازه خپور شوی، خو د لیدنې د اجنډا په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

تمه ده، چې دې لیدنه کې افغان او ترکمنستاني لوري، پر دوه‌ اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکارۍ او سیمه‌ییزو پروژو خبرې وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version